دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 287850
د اطلاعاتو او کلتور وزارت: تېر کال په هېواد کې ۲۵ نويو رسنیو په فعالیت پیل وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي په ۱۴۰۲ کال کې د ۲۵ نویو ویډیويي، غږیزو او چاپي رسنیو د پیل خبر ورکوي او وايي چې په ټول هېواد کې د دغه وزارت په چوکاټ کې ۲۸۳ رسنۍ فعالیت کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې اوسمهال د دغه وزارت په چوکاټ کې ۲۸۳ رسنۍ فعالیت کوي او په تېر کال کې ۲۵ نوې ویډیويي، غږیزو او چاپي رسنیو هم په فعالیت پیل کړی دی.

د ملي ټلوېزيون د معلوماتو له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند قاري خبيب غفران د هغو رسنيو شمېر چې جوازونه يې ترلاسه کړي، درې ټلوېزيونونه، ١٧ راډيوګانې او پنځه وېبپاڼې اعلان کړې.

د دغه وزارت ویاند همداراز زیاتوي چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې د ۳۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۶ تاریخي اثار رغولي او د ۱۱۰۰ نورو اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

هغه دا هم یادونه وکړه چې د اسلامي امارت پر ضد د نړۍ له منفي تبلیغاتو سره سره په هېواد کې د ګرځندویانو کچه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

په همدې حال کې ډېری خبریالان او رسنۍ وايي، چې په تېر یوه کال کې د دوی تر ټولو لویه ننګونه اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی دی.
https://avapress.com/vdcfted0xw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته