د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د اوربند د پریکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د اوربند د پریکړې هرکلی وکړ
8 حمل 1403 ساعت 9:58
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د اوربند د پریکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.
آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د اوربند د ټینګښت په موخه د امنیت شورا د پریکړه لیک د صادریدو هرکلی کړی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوه، له امنیت شورا څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره دې اوربند تضمین کړي، څو هلته د روان ناورین مخه ونیول شي.
په اعلاميه کې همداراز راغلي چې اسلامي امارت د دايمي اوربند، د اشغالګرو د وتلو، خپلو کورونو ته د فلسطينيانو د بېرته ستنېدو او د مرستو د لېږلو په اړه په ټوليزه توګه د حماس او فلسطينيانو د دريځ ملاتړ کوي.
دغه وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او له نفوذ لرونکو هېوادونو څخه هم غوښتي چې د پرېکړه لیکونو تر څنګ د «فلسطین د نسل وژنې» د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
باید وویل شي چې د امنیت شورا پرون په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره د یوه پریکړه لیک په صادرولو بریالی شو.
د مطلب کود: 287911