دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 287911
د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د اوربند د پریکړې هرکلی وکړ
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د اوربند د پریکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د اوربند د ټینګښت په موخه د امنیت شورا د پریکړه لیک د صادریدو هرکلی کړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوه، له امنیت شورا څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره دې اوربند تضمین کړي، څو هلته د روان ناورین مخه ونیول شي.

په اعلاميه کې همداراز راغلي چې اسلامي امارت د دايمي اوربند، د اشغالګرو د وتلو، خپلو کورونو ته د فلسطينيانو د بېرته ستنېدو او د مرستو د لېږلو په اړه په ټوليزه توګه د حماس او فلسطينيانو د دريځ ملاتړ کوي.

دغه وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او له نفوذ لرونکو هېوادونو څخه هم غوښتي چې د پرېکړه لیکونو تر څنګ د «فلسطین د نسل وژنې» د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

باید وویل شي چې د امنیت شورا پرون په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره د یوه پریکړه لیک په صادرولو بریالی شو.
https://avapress.com/vdcdf50xfyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته