کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې له سلو څخه زیاتو زندانیانو د قران کریم حفظ کړی دی

8 حمل 1403 ساعت 10:15

په هېواد کې د لومړي ځل لپاره په هرات کې د هغو ۱۰۵ بندیانو د سپارلو مراسم ترسره شول چې د قرآن کریم حفظ یې کړي دي.


آوا - هرات: د هرات محبس مدیر مولوی محمد نبی خلیل د دستاربندی په غونډه کی وویل: د قرآن کریم د حفظ، تجوید او روخانی له کورسونو څخه ۱۰۵ تنه بندیان د قرآن کریم د حفظ او ۳۰ تنه د خطاطی له کورسونو څخه فارغ شول.

مولوي خليل زياته کړه: اوسمهال ټول بنديان د تخنيکي او مسلکي زده کړو، سواد او د قرانکريم د حفظ تر روزنې لاندې دي.

هغه همدا راز ټینګار وکړ: موږ به زندان په یوه ښوونځی بدل کړو، ترڅو په ټولنه کې د بندیانو د خوښۍ راستنیدو لپاره کار وکړو.

په همدې حال کې هغه بندیان چې قرانکریم یې حفظ کړی د هرات د محبس له مسوولینو مننه کوي او وايي چې په زندان کې ورته ټولې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

ویل کېږي چې دا مهال د هرات په زندان کې شاوخوا ۱۹۰۰ نارینه او ۳۰۰ ښځینه بندیانې دي.


د مطلب کود: 287916

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287916/په-هرات-کې-له-سلو-څخه-زیاتو-زندانیانو-د-قران-کریم-حفظ-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com