افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات محبس مدیر مولوی محمد نبی خلیل د دستاربندی په غونډه کی وویل: د قرآن کریم د حفظ، تجوید او روخانی له کورسونو څخه ۱۰۵ تنه بندیان د قرآن کریم د حفظ او ۳۰ تنه د خطاطی له کورسونو څخه فارغ شول.
مولوي خليل زياته کړه: اوسمهال ټول بنديان د تخنيکي او مسلکي زده کړو، سواد او د قرانکريم د حفظ تر روزنې لاندې دي.
هغه همدا راز ټینګار وکړ: موږ به زندان په یوه ښوونځی بدل کړو، ترڅو په ټولنه کې د بندیانو د خوښۍ راستنیدو لپاره کار وکړو.
په همدې حال کې هغه بندیان چې قرانکریم یې حفظ کړی د هرات د محبس له مسوولینو مننه کوي او وايي چې په زندان کې ورته ټولې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
ویل کېږي چې دا مهال د هرات په زندان کې شاوخوا ۱۹۰۰ نارینه او ۳۰۰ ښځینه بندیانې دي.