کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شوي

8 حمل 1403 ساعت 10:47

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې له ایران څخه د اسلام کلا له لارې ۱۵۴۸ افغان کډوال او د تورخم له لارې ۴۸۱ نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلام کلا له لارې ۱۵۴۸ راستانه شوي او ۴۸۱ راستنیدونکي د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د دې وزارت په وینا، راستنیدونکي د مرستې ترلاسه کولو لپاره د مهاجرت نړیوالو سازمانونو ته معرفي شوي.

د مهاجرینو د چارو وزارت زیاته کړه چې د مهاجرینو د ستونزو د هوارولو د کمیټې له خوا له پاکستان سره پر پوله یو شمیر راستانه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي توکي ویشل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د ويستلو لړۍ دوام لري او ايران هم بې اسناده کډوال اخراج کوي.


د مطلب کود: 287927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287927/له-ایران-او-پاکستان-څخه-څه-باندې-دوه-زره-افغان-کډوال-راستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com