افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلام کلا له لارې ۱۵۴۸ راستانه شوي او ۴۸۱ راستنیدونکي د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د دې وزارت په وینا، راستنیدونکي د مرستې ترلاسه کولو لپاره د مهاجرت نړیوالو سازمانونو ته معرفي شوي.
د مهاجرینو د چارو وزارت زیاته کړه چې د مهاجرینو د ستونزو د هوارولو د کمیټې له خوا له پاکستان سره پر پوله یو شمیر راستانه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي توکي ویشل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د ويستلو لړۍ دوام لري او ايران هم بې اسناده کډوال اخراج کوي.