کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت په پاکستان کې د چینايي انجینرانو پر موټر برید په کلکه وغانده

9 حمل 1403 ساعت 9:37

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د خیبرپښتونخوا په شانګله سیمه کې د څو چینايي اتباعو په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د سیمې هیوادونه باید اجازه ورنکړي چې سیمه ناامنه شي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په ایکس پاڼه کې لیکلی: د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د څو چینایی اتباعو په وژل کیدو خواشینی څرګندوي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې پر یوه بس د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د دغې پېښې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه د چین او پاکستان له حکومتونو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې دا ډول پیښې د سیمه ییزو همکاریو د کمزوري کولو هڅه بللې ده.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د سیمې هېوادونه باید د سیمه ییزو همکاریو مخالفانو ته اجازه ورنه کړی، چې د سیمې په ناامنه کولو سره خپلو موخو ته ورسیږی.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ تېره ورځ د پاکستان د خيبر پښتونخوا په شانګله سيمه کې د چينايي اتباعو پر يوه موټر د چاودنې له امله د پنځو چينايي اتباعو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.


د مطلب کود: 287973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287973/اسلامي-امارت-په-پاکستان-کې-د-چینايي-انجینرانو-پر-موټر-برید-کلکه-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com