افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په ایکس پاڼه کې لیکلی: د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د څو چینایی اتباعو په وژل کیدو خواشینی څرګندوي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې پر یوه بس د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د دغې پېښې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه د چین او پاکستان له حکومتونو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې دا ډول پیښې د سیمه ییزو همکاریو د کمزوري کولو هڅه بللې ده.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د سیمې هېوادونه باید د سیمه ییزو همکاریو مخالفانو ته اجازه ورنه کړی، چې د سیمې په ناامنه کولو سره خپلو موخو ته ورسیږی.
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ تېره ورځ د پاکستان د خيبر پښتونخوا په شانګله سيمه کې د چينايي اتباعو پر يوه موټر د چاودنې له امله د پنځو چينايي اتباعو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.