د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د نړۍ شاوخوا ۱۹ سلنه خواړه چې (یو میلیارد ټنه) معادل دي ضایع او غورځول شوي.
په ۲۰۲۲ کې شاوخوا یو ملیارد ټنه خواړه ضایع شوی وو
11 حمل 1403 ساعت 10:18
د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د نړۍ شاوخوا ۱۹ سلنه خواړه چې (یو میلیارد ټنه) معادل دي ضایع او غورځول شوي.
آوا: د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۱۹ سلنه خوراکي توکي (یو میلیارد ټنه) ضایع شوي، په داسې حال کې چې د بشري نفوس نږدې دریمه برخه د خوړو د خوندیتوب له جدي ننګونې سره مخ ده.
د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام او د ضایعاتو او سرچینو د عمل پروګرام نړیوال انستیتیوت لخوا چمتو شوی راپور ښیې چې هر سړی په اوسط ډول په کال کې 79 کیلوګرامه خواړه ضایع کوي.
دا راپور وايي چې د ټولو خوراکي ضایعاتو 60٪ په کورنیو کې پیښیږي، 28٪ د خوراکي خدماتو په برخو کې لکه رستورانتونو کې، او 12٪ په پرچون بازارونو کې.
د دغه راپور له مخې، پر ټولنيزو او اقتصادي اغېزو سربېره د خوراکي توکو ضايعات هم د چاپېريال زيانمنې پايلې لري او د نړۍ د اتو او لسو سلنې تر منځ د شنو خونو ګازونه توليدوي.
د مطلب کود: 288053