دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 288053
په ۲۰۲۲ کې شاوخوا یو ملیارد ټنه خواړه ضایع شوی وو
د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د نړۍ شاوخوا ۱۹ سلنه خواړه چې (یو میلیارد ټنه) معادل دي ضایع او غورځول شوي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۱۹ سلنه خوراکي توکي (یو میلیارد ټنه) ضایع شوي، په داسې حال کې چې د بشري نفوس نږدې دریمه برخه د خوړو د خوندیتوب له جدي ننګونې سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام او د ضایعاتو او سرچینو د عمل پروګرام نړیوال انستیتیوت لخوا چمتو شوی راپور ښیې چې هر سړی په اوسط ډول په کال کې 79 کیلوګرامه خواړه ضایع کوي.

دا راپور وايي چې د ټولو خوراکي ضایعاتو 60٪ په کورنیو کې پیښیږي، 28٪ د خوراکي خدماتو په برخو کې لکه رستورانتونو کې، او 12٪ په پرچون بازارونو کې.

د دغه راپور له مخې، پر ټولنيزو او اقتصادي اغېزو سربېره د خوراکي توکو ضايعات هم د چاپېريال زيانمنې پايلې لري او د نړۍ د اتو او لسو سلنې تر منځ د شنو خونو ګازونه توليدوي.
https://avapress.com/vdcbswb5frhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته