کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

11 حمل 1403 ساعت 13:34

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په خوست ولایت کې د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو کار بشپړ شوی دی.


آوا - کابل: د دغه وزارت له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د اوبو دغه بندونه د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په ځاځی میدان، صبری، نادرشاه کوټ، دره منده او تڼیو ولسوالیو کې جوړ شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه ولایت کې د اوبو د څلورو نورو بندونو د جوړولو کار روان دی.

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، دغه پروژې د اوبو د مدیریت، د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په هدف د دغه وزارت له بودیجې سره سمون خوري.


د مطلب کود: 288086

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288086/په-خوست-کې-د-اوبو-پنځو-کوچنیو-بندونو-جوړولو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com