دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 288086
په خوست کې د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په خوست ولایت کې د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو کار بشپړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د اوبو دغه بندونه د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په ځاځی میدان، صبری، نادرشاه کوټ، دره منده او تڼیو ولسوالیو کې جوړ شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه ولایت کې د اوبو د څلورو نورو بندونو د جوړولو کار روان دی.

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، دغه پروژې د اوبو د مدیریت، د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په هدف د دغه وزارت له بودیجې سره سمون خوري.
https://avapress.com/vdch66ni-23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته