کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: په افغانستان کې وروستیو اورښتونو ستر مالي زیانونه اړولي دي

13 حمل 1403 ساعت 10:42

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو له امله د ۵۴۰ کورونو او ۱۵۰۰ جریبه کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د اوچا د راپور له مخې، د هېواد په اوو ولایتونو کې د شپږو پلونو او ۴۵۰ کیلومتره سړکونو په ګډون مهم بنسټونه ویجاړ شوی دی.
 
دغه سازمان زیاته کړې، چې د لومړنیو راپورونو او ارزونو پر بنسټ، سختو اورښتونو په شمال کې فاریاب، په ختیځ کې ننګرهار او د مرکزي لوړو سیمو د دایکندي په ولایتونو کې تر ټولو زیات زیانونه اړولي دي.
 
اوچا وویل چې په سختو بارانونو کې چې د مارچ په 21 او 26-27 کې وشول اوه تنه مړه او 384 کورنۍ ټپیانې شوې.
 
تر دې مخکې په فاریاب کې سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله د څلورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.


د مطلب کود: 288142

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288142/اوچا-په-افغانستان-کې-وروستیو-اورښتونو-ستر-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com