دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 288142
اوچا: په افغانستان کې وروستیو اورښتونو ستر مالي زیانونه اړولي دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو له امله د ۵۴۰ کورونو او ۱۵۰۰ جریبه کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوچا د راپور له مخې، د هېواد په اوو ولایتونو کې د شپږو پلونو او ۴۵۰ کیلومتره سړکونو په ګډون مهم بنسټونه ویجاړ شوی دی.
 
دغه سازمان زیاته کړې، چې د لومړنیو راپورونو او ارزونو پر بنسټ، سختو اورښتونو په شمال کې فاریاب، په ختیځ کې ننګرهار او د مرکزي لوړو سیمو د دایکندي په ولایتونو کې تر ټولو زیات زیانونه اړولي دي.
 
اوچا وویل چې په سختو بارانونو کې چې د مارچ په 21 او 26-27 کې وشول اوه تنه مړه او 384 کورنۍ ټپیانې شوې.
 
تر دې مخکې په فاریاب کې سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله د څلورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
https://avapress.com/vdcayanuu49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته