کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تركيه كې د ټاكنيزو شخړو له كبله شاوخوا ۷۰ تنه مړه او ټپيان شوي

15 حمل 1403 ساعت 11:08

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې په دغه هېواد کې د سیاسي ډلو تر منځ ټاکنیزو نښتو کې نږدې ۷۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.


آوا: قرار ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلی، چې په دغو نښتو کې، چې له ټاکنو دوه اونۍ وړاندې پیل شوی، لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوی او د یوه پولیس په ګډون ۶۲ تنه ټپیان شوی دی.

د راپور له مخې، نښتې د سیمه ییزو مشرانو د ټاکنو پر سر شوې وې.

د ترکیې د ښاروالۍ ټاکنې څو ورځې مخکې ترسره شوې، چې په کې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ واکمن عدالت او پراختیا ګوند له درنې ماتې سره مخ شو.


د مطلب کود: 288260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288260/په-تركيه-كې-د-ټاكنيزو-شخړو-له-كبله-شاوخوا-۷۰-تنه-مړه-او-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com