دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 288260
په تركيه كې د ټاكنيزو شخړو له كبله شاوخوا ۷۰ تنه مړه او ټپيان شوي
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې په دغه هېواد کې د سیاسي ډلو تر منځ ټاکنیزو نښتو کې نږدې ۷۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: قرار ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلی، چې په دغو نښتو کې، چې له ټاکنو دوه اونۍ وړاندې پیل شوی، لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوی او د یوه پولیس په ګډون ۶۲ تنه ټپیان شوی دی.

د راپور له مخې، نښتې د سیمه ییزو مشرانو د ټاکنو پر سر شوې وې.

د ترکیې د ښاروالۍ ټاکنې څو ورځې مخکې ترسره شوې، چې په کې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ واکمن عدالت او پراختیا ګوند له درنې ماتې سره مخ شو.
https://avapress.com/vdcb0wb5grhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته