کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تایوان کې زوروره زلزله ۷ تنه مړه او تر ۷۰۰ ډېر ټپیان کړل

15 حمل 1403 ساعت 13:06

د ۷.۵ درجې زلزلې تایوان ولړزاوه او په جاپان او فیلیپین کې یې د سونامي خبرداری ورکړ. دا زلزله د تایوان تر ټولو قوي زلزله ده چې په تیرو ۲۵ کلونو کې نه ده تجربه شوې؛ له دغې زلزلې شاوخوا ۱۵ دقیقې وروسته د تایوان ختیځ ساحل ته څېرمه د ۶،۵ درجې په کچه یوه بله زلزله وشوه.


آوا: د تایوان هیواد کې زورورې زلزلې ولړزاوه، د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزله چې له امله یې لږ تر لږه اوه تنه مړه او  تر ۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي.
 
د ایرنا د خبر له مخې تر ټولو زیات زیان د جزیرې په ختیځ ساحل کې د هوالین په ښار کې شوی دی، له پیښې وروسته ویډیوګانې ښيي چې هلته یوه لس پوړیزه ودانۍ نړیدلې او یوې خوا ته ډیره غورځیدلې ده، چې له امله یې اوسیدونکي بهر ته راوتلي دي. 
 
دغه رپوټ ښيي چې لږ تر لږه ۷۷ کسان تر خاورو خځلو لاندې بند پاتې دي. دغه راز دغې زلزلې وروسته ټکانونه هم رامنځته کړي دي، چې په هغو کې یوه یې د ریشتر په کچه ۶.۵ درجې وه.


د مطلب کود: 288273

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288273/تایوان-کې-زوروره-زلزله-۷-تنه-مړه-او-تر-۷۰۰-ډېر-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com