دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 288273
تایوان کې زوروره زلزله ۷ تنه مړه او تر ۷۰۰ ډېر ټپیان کړل
د ۷.۵ درجې زلزلې تایوان ولړزاوه او په جاپان او فیلیپین کې یې د سونامي خبرداری ورکړ. دا زلزله د تایوان تر ټولو قوي زلزله ده چې په تیرو ۲۵ کلونو کې نه ده تجربه شوې؛ له دغې زلزلې شاوخوا ۱۵ دقیقې وروسته د تایوان ختیځ ساحل ته څېرمه د ۶،۵ درجې په کچه یوه بله زلزله وشوه.
افغان غږ خبری آژانس: د تایوان هیواد کې زورورې زلزلې ولړزاوه، د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزله چې له امله یې لږ تر لږه اوه تنه مړه او  تر ۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي.
 
د ایرنا د خبر له مخې تر ټولو زیات زیان د جزیرې په ختیځ ساحل کې د هوالین په ښار کې شوی دی، له پیښې وروسته ویډیوګانې ښيي چې هلته یوه لس پوړیزه ودانۍ نړیدلې او یوې خوا ته ډیره غورځیدلې ده، چې له امله یې اوسیدونکي بهر ته راوتلي دي. 
 
دغه رپوټ ښيي چې لږ تر لږه ۷۷ کسان تر خاورو خځلو لاندې بند پاتې دي. دغه راز دغې زلزلې وروسته ټکانونه هم رامنځته کړي دي، چې په هغو کې یوه یې د ریشتر په کچه ۶.۵ درجې وه.
https://avapress.com/vdcfecd0mw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته