کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حزب الله د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو توغندوی حملې وکړې

16 حمل 1403 ساعت 10:19

د لبنان حزب الله د دغه رژيم د قوماندې د مرکز په شمول د صهيونېسټ رژيم په دوو فوځي پوستو د توغنديو د حملې اعلان وکړ.


آوا: د لبنان اسلامی مقاومت نن سهار د اسرائیلو د اشغالګرو دښمنانو د پوستو پر ضد د دوو عملیاتو اعلان وکړ.

حزب الله په خپله دویمه اعلامیه کې اعلان کړی چې د دوی جنګیالیو پرون سهار ۹:۵۰ دقیقې د «برانیت» پوځي اډې شاته د اشغالګر پوځ یوه نوې پټه کمانډو پوسته د راکټ په وسیله په نښه کړه.

له بلې خوا د الجزیرې خبریال راپور ورکړی چې د لبنان په سویل کې د ایتا الشعب ښارګوټي ته نږدې په جلیل العلا کې د اسرائیلو پر پوځي مرکزونو شپږ راکټونه توغول شوي دي.


د مطلب کود: 288294

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288294/حزب-الله-د-صهیونیسټ-رژیم-په-مرکزونو-توغندوی-حملې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com