افغان غږ خبری آژانس: د لبنان اسلامی مقاومت نن سهار د اسرائیلو د اشغالګرو دښمنانو د پوستو پر ضد د دوو عملیاتو اعلان وکړ.
حزب الله په خپله دویمه اعلامیه کې اعلان کړی چې د دوی جنګیالیو پرون سهار ۹:۵۰ دقیقې د «برانیت» پوځي اډې شاته د اشغالګر پوځ یوه نوې پټه کمانډو پوسته د راکټ په وسیله په نښه کړه.
له بلې خوا د الجزیرې خبریال راپور ورکړی چې د لبنان په سویل کې د ایتا الشعب ښارګوټي ته نږدې په جلیل العلا کې د اسرائیلو پر پوځي مرکزونو شپږ راکټونه توغول شوي دي.