د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړي دي.
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل
16 حمل 1403 ساعت 10:24
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړي دي.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په هغه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه د حمل په ۱۵مه خپره شوې، راغلي چې په پلان شویو پروژو کې د کابل د بیارغونې د پاتې کارونو د بشپړیدو چارې هم شاملې دي. د کندهار-کابل لویه لار، د کنړ- نورستان سړک د ویجاړو شویو سیمو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برشنا شرکت پروژې د ملي دفاع وزارت د وسایطو پرزي، اړتیاوې او نورې پروژې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونو هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي.
د مطلب کود: 288296