افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په هغه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه د حمل په ۱۵مه خپره شوې، راغلي چې په پلان شویو پروژو کې د کابل د بیارغونې د پاتې کارونو د بشپړیدو چارې هم شاملې دي. د کندهار-کابل لویه لار، د کنړ- نورستان سړک د ویجاړو شویو سیمو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برشنا شرکت پروژې د ملي دفاع وزارت د وسایطو پرزي، اړتیاوې او نورې پروژې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونو هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي.