کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۹۰ زره ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

18 حمل 1403 ساعت 10:21

د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۹۱ زره او ۸۱۰ امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د کار د پیل خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: د کندز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۹۱۸۱۰ امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې پروژه بشپړه شوه.

د باخترآژانس دخبرله مخې: د اوبو رسولو دغه شبکه د افغانستان د بشري مرستو د صندوق او د پاچا سلمان د بشري مرستو د موسسې په مالي مرسته د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

ویل کیږي چې د دې شبکې په بشپړیدو سره به ۲۷۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.


د مطلب کود: 288367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288367/د-کندز-په-دشت-ارچي-ولسوالۍ-کې-څه-باندې-۱۹۰-زره-ډالرو-ارزښت-اوبو-رسولو-شبکه-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com