دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 288367
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۹۰ زره ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۹۱ زره او ۸۱۰ امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د کار د پیل خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۹۱۸۱۰ امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې پروژه بشپړه شوه.

د باخترآژانس دخبرله مخې: د اوبو رسولو دغه شبکه د افغانستان د بشري مرستو د صندوق او د پاچا سلمان د بشري مرستو د موسسې په مالي مرسته د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

ویل کیږي چې د دې شبکې په بشپړیدو سره به ۲۷۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.
https://avapress.com/vdcjmoe8auqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته