کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې د وسله والو د برید په پایله کې ۴ تنه لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شول

18 حمل 1403 ساعت 10:25

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې تېره شپه د تراویح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو د وسله والو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ټپیان شوي دي.


آوا - هرات: د فراه ولایت د پشتکوه ولسوال مولوی عبدالناصر نورانی وایی چې د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو د وسله والو په برید کې ۳ تنه وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی. 

ده زياته کړه: وسله والو کسانو د حاجي محمد اکبرشاه په نامه يو تن چې له شلو کلونو څخه يې شخصي دښمني لرله؛ ډزې وکړې چې له امله يې ياد کس له دوو تنو لمونځ کوونکو سره ووژل شو او يو بل تن ټپي شو.

د ښاغلي نوراني په وینا، وژل شوي کس شاوخوا شل کاله وړاندې خپل تره وژلی و، چې تېره شپه د خپلو تره ګانو له خوا وژل شوی دی.


د مطلب کود: 288368

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288368/په-فراه-ولایت-کې-د-وسله-والو-برید-پایله-۴-تنه-لمونځ-کوونکي-مړه-او-ټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.com