دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 288368
په فراه ولایت کې د وسله والو د برید په پایله کې ۴ تنه لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شول
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې تېره شپه د تراویح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو د وسله والو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د پشتکوه ولسوال مولوی عبدالناصر نورانی وایی چې د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو د وسله والو په برید کې ۳ تنه وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی. 

ده زياته کړه: وسله والو کسانو د حاجي محمد اکبرشاه په نامه يو تن چې له شلو کلونو څخه يې شخصي دښمني لرله؛ ډزې وکړې چې له امله يې ياد کس له دوو تنو لمونځ کوونکو سره ووژل شو او يو بل تن ټپي شو.

د ښاغلي نوراني په وینا، وژل شوي کس شاوخوا شل کاله وړاندې خپل تره وژلی و، چې تېره شپه د خپلو تره ګانو له خوا وژل شوی دی.
https://avapress.com/vdcaianua49nae1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته