کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر تر ژره د افغان کډوالو جبري اخراج لغوه کړي

19 حمل 1403 ساعت 11:08

د بښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.


آوا – کابل: دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پلان د بشری قوانینو او د کډوالو چارو د ادارې خلاف ورزی او د ټولو افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوی.
 
خو په جنوبي اسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ساتنې او ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا اعلان کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د افغان مهاجرینو د اخراج دوهم پړاو اعلان کړ.


د مطلب کود: 288429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288429/د-بښنې-نړیوال-سازمان-پاکستان-دې-ژر-تر-ژره-افغان-کډوالو-جبري-اخراج-لغوه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com