افغان غږ خبری آژانس – کابل: دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پلان د بشری قوانینو او د کډوالو چارو د ادارې خلاف ورزی او د ټولو افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوی.
خو په جنوبي اسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ساتنې او ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا اعلان کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د افغان مهاجرینو د اخراج دوهم پړاو اعلان کړ.