کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې باران او تندر؛ ۲۴ تنه مړه شول

26 حمل 1403 ساعت 13:59

پاکستاني چارواکو د دغه هیواد په دریو ایالتونو کې د سختو بارانونو او د بریښنا له امله د لږ تر لږه ۲۴ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.


آوا: د پاکستان د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۶ مه اعلان وکړ چې د سختو بارانونو له امله ۱۷ تنه مړه او اوه تنه نور د بریښنا له امله مړه شوي دي.
 
د راپورونو له مخې اته کورونه ویجاړ شوي او ځینې سړکونه او کوڅې تړل شوي دي.
 
  د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې ویلي، ۱۷ کسان په پنجاب، پنځه په بلوچستان او دوه نور په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي دي.
 
دغه راز پاکستاني چارواکو د دغې طبیعي پېښې له زیانمنو سره د مرستې لپاره د هڅو اعلان کړی دی.
 
له دې وړاندې د پاکستان د خيبر خيوا ايالت په بيلابيلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله د کورونو چتونه غورځيدلي چې له امله يې ٨ تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې هر کال د موسمي او ژمي بارانونو د لسګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او ډېر زیانونه یې اړولي دي.


د مطلب کود: 288713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288713/په-پاکستان-کې-باران-او-تندر-۲۴-تنه-مړه-شول

آوا
  https://www.avapress.com