دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 288713
په پاکستان کې باران او تندر؛ ۲۴ تنه مړه شول
پاکستاني چارواکو د دغه هیواد په دریو ایالتونو کې د سختو بارانونو او د بریښنا له امله د لږ تر لږه ۲۴ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۶ مه اعلان وکړ چې د سختو بارانونو له امله ۱۷ تنه مړه او اوه تنه نور د بریښنا له امله مړه شوي دي.
 
د راپورونو له مخې اته کورونه ویجاړ شوي او ځینې سړکونه او کوڅې تړل شوي دي.
 
  د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې ویلي، ۱۷ کسان په پنجاب، پنځه په بلوچستان او دوه نور په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي دي.
 
دغه راز پاکستاني چارواکو د دغې طبیعي پېښې له زیانمنو سره د مرستې لپاره د هڅو اعلان کړی دی.
 
له دې وړاندې د پاکستان د خيبر خيوا ايالت په بيلابيلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله د کورونو چتونه غورځيدلي چې له امله يې ٨ تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې هر کال د موسمي او ژمي بارانونو د لسګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او ډېر زیانونه یې اړولي دي.
https://avapress.com/vdcezv8wxjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته