کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيا کې د غره ښويېدنې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي

28 حمل 1403 ساعت 12:59

د پکتيا له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي د دغه ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله د يوې کورنۍ د پنځو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د چارواکو په وینا، دغه پېښه تېره شپه (دوشنبه د حمل ۲۷مه) د خوست د خوشا چنګي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د راپورونو له مخې په پکتیا کې وروستیو سیلابونو شاوخوا پنځوس کورونه ویجاړ کړي دي.

د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا-خوست لویه لار د ځمکې ښویدنې له امله تړل شوې ده.

په ورته وخت کې د سرپرست حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ویاند په وینا، د جمعې له ورځې راهیسې د افغانستان ډېری ولایتونه د سېلابونو شاهد دي، چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.


د مطلب کود: 288835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288835/په-پکتيا-کې-د-غره-ښويېدنې-له-امله-يوې-کورنۍ-پنځه-غړي-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com