افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا، دغه پېښه تېره شپه (دوشنبه د حمل ۲۷مه) د خوست د خوشا چنګي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د راپورونو له مخې په پکتیا کې وروستیو سیلابونو شاوخوا پنځوس کورونه ویجاړ کړي دي.
د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا-خوست لویه لار د ځمکې ښویدنې له امله تړل شوې ده.
په ورته وخت کې د سرپرست حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ویاند په وینا، د جمعې له ورځې راهیسې د افغانستان ډېری ولایتونه د سېلابونو شاهد دي، چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.