کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د جنګي مهماتو يوه ډيپو کشف شوه

30 حمل 1403 ساعت 11:37

په غزني ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د وسلو او مهماتو د یوې ډیپو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د غزنی ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدی وایی، امنیتی ځواکونو د دغه ولایت په جاغوری ولسوالۍ کې د مهماتو او وسلو یوه ډیپو کشف او ترلاسه کړې ده.

د هغه په ​​وينا، له دې ډيپو څخه ١٢٠ فيره د توپ مرمۍ، ٨٢ د هاوان مرمۍ او ٨٠ فيره لاسي بمونه کشف او ترلاسه شوي دي.

بايد وويل شي، چې امنيتي ځواکونو په يو شمېر ولايتونو کې جنګي مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.


د مطلب کود: 288957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288957/په-غزني-کې-د-جنګي-مهماتو-يوه-ډيپو-کشف-شوه

آوا
  https://www.avapress.com