افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزنی ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدی وایی، امنیتی ځواکونو د دغه ولایت په جاغوری ولسوالۍ کې د مهماتو او وسلو یوه ډیپو کشف او ترلاسه کړې ده.
د هغه په وينا، له دې ډيپو څخه ١٢٠ فيره د توپ مرمۍ، ٨٢ د هاوان مرمۍ او ٨٠ فيره لاسي بمونه کشف او ترلاسه شوي دي.
بايد وويل شي، چې امنيتي ځواکونو په يو شمېر ولايتونو کې جنګي مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.