کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو سازمان په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب په اړه د امریکا له لوري د ویټو په صادرولو خواشیني څرګنده کړه

31 حمل 1403 ساعت 12:00

د اسلامي همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د ویټو او د فلسطین د بشپړ غړیتوب د نه منلو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه.


آوا: د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ملګرو ملتونو د ویټو له امله په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک په تصویبولو کې د پاتې راتلو له امله په ژوره توګه خواشیني یو. 
 
د مهر خبري اژانس د فلسطیني رسنیو په حواله ویلي دي چې تیر ماښام امریکا په ملګروملتونو کښې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پریکړه لیک ویټو کړ.
 
امریکا په خپل وروستي فلسطیني ضد اقدام کې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د منلو لپاره امنیت شورا ته وړاندې شوی پریکړه لیک ویټو کړ.
 
۱۲ هېوادونو د دغه پرېکړه ليک په حق کې رايې ورکړې او دوو هېوادونو بې پرې وو.


د مطلب کود: 288998

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288998/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-په-ملګرو-ملتونو-کې-فلسطین-غړیتوب-اړه-امریکا-له-لوري-ویټو-صادرولو-خواشیني-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com