افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ملګرو ملتونو د ویټو له امله په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک په تصویبولو کې د پاتې راتلو له امله په ژوره توګه خواشیني یو.
د مهر خبري اژانس د فلسطیني رسنیو په حواله ویلي دي چې تیر ماښام امریکا په ملګروملتونو کښې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پریکړه لیک ویټو کړ.
امریکا په خپل وروستي فلسطیني ضد اقدام کې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د منلو لپاره امنیت شورا ته وړاندې شوی پریکړه لیک ویټو کړ.
۱۲ هېوادونو د دغه پرېکړه ليک په حق کې رايې ورکړې او دوو هېوادونو بې پرې وو.