کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه کې د ۵.۶ شدت زلزله

1 ثور 1403 ساعت 9:20

د ترکیې چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د ریښتر په کچه د ۵.۶ درجې یوې زلزلې د دغه هېواد ځینې برخې ولړزولې او زیان یې اړولی دی.


آوا: د ترکیې د چارواکو په وینا، د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې زلزلې د دغه هیواد د پلازمینې انقرې ختیځ ته په ۴۵۰ کیلومترۍ کې د توکات ولایت د سولسرای ښار ولړزاوه.
 
دغه راز ويل شوي دي چې دغه زلزله دروزګان په ګډون په ګاونډيو ولايتونوکې هم احساس شوې ده .
 
رپوټونه وايي چې دغې زلزلې په تېره بيا په کليوالو سيمو کې کورونه او ودانۍ زيانمنې کړې دي.
 
تر دې دمه د دې پېښې له امله د مرګ ژوبلې او یا د جدي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.


د مطلب کود: 289010

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289010/په-ترکیه-کې-د-۵-۶-شدت-زلزله

آوا
  https://www.avapress.com