دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 289010
په ترکیه کې د ۵.۶ شدت زلزله
د ترکیې چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د ریښتر په کچه د ۵.۶ درجې یوې زلزلې د دغه هېواد ځینې برخې ولړزولې او زیان یې اړولی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې د چارواکو په وینا، د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې زلزلې د دغه هیواد د پلازمینې انقرې ختیځ ته په ۴۵۰ کیلومترۍ کې د توکات ولایت د سولسرای ښار ولړزاوه.
 
دغه راز ويل شوي دي چې دغه زلزله دروزګان په ګډون په ګاونډيو ولايتونوکې هم احساس شوې ده .
 
رپوټونه وايي چې دغې زلزلې په تېره بيا په کليوالو سيمو کې کورونه او ودانۍ زيانمنې کړې دي.
 
تر دې دمه د دې پېښې له امله د مرګ ژوبلې او یا د جدي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
https://avapress.com/vdcfy1d0xw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته