کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنتونونو د راتلونکې تعليمي کال لپاره د کانکور ازموينه اعلان شوه

افغان غږ آژانس(آوا) , 29 قوس 1390 ساعت 12:02

د کانکور ازموينه به چې روانه اوونۍ په ۶ ولايتونو کې پيل شوې، ډير ژر په ټولو ولايتونو کې پيل او د حوت تر مياشتې به دوام وکړي.


د افغانستان د لوړوزده کړو وزارت، د پوهنتونونو د راتلونکې تعليمي کال لپاره د کانکور د ازموينې پيل اعلان کړ.

د دې وزارت مرستيال بري صديقي پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل، د کانکور ازموينه به چې روانه اوونۍ په ۶ ولايتونو کې پيل شوې، ډير ژر په ټولو ولايتونو کې پيل او د حوت تر مياشتې به دوام وکړي.

د ښاغلي صديقي په وينا دا ځل په کانکور کې د درغلۍ د مخنيوي لپاره ښه تخنيکي تياري نيول شوې ده.

د لوړو زده کړو د وزارت په وينا راتلونکي تعليمي کال به د هيواد په پوهنتونونو اود لوړو زده کړو په موسسو کې ۳۴ زره محصلان جذب شي.


د مطلب کود: 34027

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34027/د-پوهنتونونو-راتلونکې-تعليمي-کال-لپاره-کانکور-ازموينه-اعلان-شوه

آوا
  https://www.avapress.com