د افغانستان د لوړوزده کړو وزارت، د پوهنتونونو د راتلونکې تعليمي کال لپاره د کانکور د ازموينې پيل اعلان کړ.
د دې وزارت مرستيال بري صديقي پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل، د کانکور ازموينه به چې روانه اوونۍ په ۶ ولايتونو کې پيل شوې، ډير ژر په ټولو ولايتونو کې پيل او د حوت تر مياشتې به دوام وکړي.
د ښاغلي صديقي په وينا دا ځل په کانکور کې د درغلۍ د مخنيوي لپاره ښه تخنيکي تياري نيول شوې ده.
د لوړو زده کړو د وزارت په وينا راتلونکي تعليمي کال به د هيواد په پوهنتونونو اود لوړو زده کړو په موسسو کې ۳۴ زره محصلان جذب شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)