کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پولنډ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د ماموریت د بدلون غوښتنه کړی

افغان غږ آژانس(آوا) , 1 جدی 1390 ساعت 10:35

خو د واکمن ښې اړخي ګوند صدراعظم ډونالډ ټوسک ویلي پولینډ به د خپلو ناټو متحدینو سره په افغانستان کې خپل ماموریت ته هماسې چې پلان شوی دوام ورکړي.


د پولنډ د حکومت کېڼ اړخي اپوزیسون د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د پنځو پولینډي سرتیرو له وژل کېدو وروسته له دې هېواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو او ایا د هغوي د ماموریت د بدلون غوښتنه کړې.

خو د واکمن ښې اړخي ګوند صدراعظم ډونالډ ټوسک ویلي پولینډ به د خپلو ناټو متحدینو سره په افغانستان کې خپل ماموریت ته هماسې چې پلان شوی دوام ورکړي.

په پولینډ کې د حکومت مخالفو ګوندونو له افغانستان څخه د پولینډي سرتیرو د ایستلو تازه غوښتنې وروسته له هغې وکړي چې د چار شنبې په ورځ ناټو او پولینډي چارواکو وویل، پنځه تنه پولینډي سرتیري په غزني ولایت کې د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کې ووژل شول.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 34127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34127/پولنډ-په-افغانستان-کې-د-خپلو-سرتیرو-ماموریت-بدلون-غوښتنه-کړی

آوا
  https://www.avapress.com