دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 34127
پولنډ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د ماموریت د بدلون غوښتنه کړی
خو د واکمن ښې اړخي ګوند صدراعظم ډونالډ ټوسک ویلي پولینډ به د خپلو ناټو متحدینو سره په افغانستان کې خپل ماموریت ته هماسې چې پلان شوی دوام ورکړي.
د پولنډ د حکومت کېڼ اړخي اپوزیسون د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د پنځو پولینډي سرتیرو له وژل کېدو وروسته له دې هېواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو او ایا د هغوي د ماموریت د بدلون غوښتنه کړې.

خو د واکمن ښې اړخي ګوند صدراعظم ډونالډ ټوسک ویلي پولینډ به د خپلو ناټو متحدینو سره په افغانستان کې خپل ماموریت ته هماسې چې پلان شوی دوام ورکړي.

په پولینډ کې د حکومت مخالفو ګوندونو له افغانستان څخه د پولینډي سرتیرو د ایستلو تازه غوښتنې وروسته له هغې وکړي چې د چار شنبې په ورځ ناټو او پولینډي چارواکو وویل، پنځه تنه پولینډي سرتیري په غزني ولایت کې د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کې ووژل شول.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefz8x.jh8ewi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته