کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان، ننګرهار، بغلان او کندهار کې مخالفین او مهمات نیول شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 4 جدی 1390 ساعت 20:51

دغه راز د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د مین په چاودنه کې د ملي اردو دوه عسکر ټپیان شوي دي.


د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، چې په ارزګان، ننګرهار، بغلان او کندهار ولایتونو کې څو تنه وسلوال مخالفان او یوه اندازه وسلې او مهمات نیول شوي دي.

د دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د بغلان په تاله اوبرفک او د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې درې تنه مشکوک مخالفان او یوه اندازه وسلې او د درنو وسلو مرمۍ نیول شوي اوپه ارزګان ولایت کې څومیله کلاشینکوفونه اوماینونه ترلاسه شوي دي.

دغه راز د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د مین په چاودنه کې د ملي اردو دوه عسکر ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو له خوا ډیره اندازه مهمات، ماینونه او د بېلابېلو وسلو ګولۍ ترلاسه شوي دي.


د مطلب کود: 34250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34250/په-ارزګان-ننګرهار-بغلان-او-کندهار-کې-مخالفین-مهمات-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com