کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اندونیزیا کې په ډوبې شوې بیړۍ کې د ۳افغانانو جسدونه موندل شوي

افغان غ آژانس (آوا) , 11 جدی 1390 ساعت 14:47

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي نن خبریالانو ته وویل، چې د مړو د لټون عملیات په اندونیزیا کې پای ته رسیدلی، خو د جسدونو د پیژندلو هڅې لا هم دوام لري.



د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په اندونیزیا کې په ډوبې شوې کښتۍ کې د دریو افغانانو جسدونه موندل شوي دي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي نن خبریالانو ته وویل، چې د مړو د لټون عملیات په اندونیزیا کې پای ته رسیدلی، خو د جسدونو د پیژندلو هڅې لا هم دوام لري.

دی وایي، هغه افغانان چې په دې پیښه کې ژغورل شوي نولس تنه دي او دغه راز هغه جسدونه چې پیژندل شوي درې په کې افغانان دي.

ده څرګنده کړه، چې د اټکل له مخې په دې کښتۍ کې چې سترالیا ته روانه وه او د اندونیزیا اړونده اوبو کې ډوبه شوه ټول یوسل او درې تنه مړه شوي او نهه څلویښت تنه نور ژغورل شوي دي.


د مطلب کود: 34490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34490/په-اندونیزیا-کې-ډوبې-شوې-بیړۍ-د-۳افغانانو-جسدونه-موندل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com