کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ګراسمن خبرې له افغان چارواکو سره لا هم دوام لري

افغان غږ آژانس(آوا) , 2 دلو 1390 ساعت 20:21

د مارک ګراسمن او ولسمشر کرزي ترمنځ به د خبرو اصلي محور له وسلوالو مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو څرنګوالی وي خو ښایي چې دواړه خواوې پر ځینو نورو مهمو مسایلو هم خبرې وکړي.


افغان حکومت وایي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي خبرې اترې لا هم له افغان چارواکو سره دوام لري.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د مارک ګراسمن او ولسمشر کرزي ترمنځ به د خبرو اصلي محور له وسلوالو مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو څرنګوالی وي خو ښایي چې دواړه خواوې پر ځینو نورو مهمو مسایلو هم خبرې وکړي.

مارک ګراسمن پرون افغانستان ته راغلی او له ولسمشر کرزي سره یې خبرې وکړې، خو په جمهوري ریاست کې یوې منبع ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ولسمشر کرزي او ګراسمن ترمنځ پرونیو خبرو نتیجه ورنکړه او دا خبرې اترې نن بیا دوام کوي.


د مطلب کود: 35417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35417/د-ګراسمن-خبرې-له-افغان-چارواکو-سره-لا-هم-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com