دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۲۱
د مطلب کود : 35417
د ګراسمن خبرې له افغان چارواکو سره لا هم دوام لري
د مارک ګراسمن او ولسمشر کرزي ترمنځ به د خبرو اصلي محور له وسلوالو مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو څرنګوالی وي خو ښایي چې دواړه خواوې پر ځینو نورو مهمو مسایلو هم خبرې وکړي.
افغان حکومت وایي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي خبرې اترې لا هم له افغان چارواکو سره دوام لري.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د مارک ګراسمن او ولسمشر کرزي ترمنځ به د خبرو اصلي محور له وسلوالو مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو څرنګوالی وي خو ښایي چې دواړه خواوې پر ځینو نورو مهمو مسایلو هم خبرې وکړي.

مارک ګراسمن پرون افغانستان ته راغلی او له ولسمشر کرزي سره یې خبرې وکړې، خو په جمهوري ریاست کې یوې منبع ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ولسمشر کرزي او ګراسمن ترمنځ پرونیو خبرو نتیجه ورنکړه او دا خبرې اترې نن بیا دوام کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqknx.23nmzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته