کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې یو پاکستانی د طالبانو سره په تړاو نیول شوی

افغان غږ آژانس(آوا) , 19 دلو 1390 ساعت 14:54

د کندهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوې کس محمد بخش نومیږي او د پاکستان د کوټې اوسیدونکی دی.


په کندهار کې چارواکي وایې، چې یو پاکستانې وګړې یې له ځینو داسې اسنادو سره نیولې، چې له طالبانو سره یې تړاو درلود.

د کندهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوې کس محمد بخش نومیږي او د پاکستان د کوټې اوسیدونکی دی.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې پولیسو د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې یو موټرسایکل نیولی چې چاودیدونکي توکي په کې ځآي پرځآی شوي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

بل لورته د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، چې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د ملي اردو له ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه چې په نتیجه کې دوه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.


د مطلب کود: 35982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35982/کندهار-کې-یو-پاکستانی-د-طالبانو-سره-په-تړاو-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com