دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 35982
کندهار کې یو پاکستانی د طالبانو سره په تړاو نیول شوی
د کندهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوې کس محمد بخش نومیږي او د پاکستان د کوټې اوسیدونکی دی.
په کندهار کې چارواکي وایې، چې یو پاکستانې وګړې یې له ځینو داسې اسنادو سره نیولې، چې له طالبانو سره یې تړاو درلود.

د کندهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوې کس محمد بخش نومیږي او د پاکستان د کوټې اوسیدونکی دی.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې پولیسو د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې یو موټرسایکل نیولی چې چاودیدونکي توکي په کې ځآي پرځآی شوي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

بل لورته د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، چې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د ملي اردو له ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه چې په نتیجه کې دوه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewo8x.jh8nvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته