کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د دفاع وزارت د ملي اردو په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور رد کړ

افغان غږ آژانس(آوا) , 30 دلو 1390 ساعت 9:25

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستیو کې راپور ورکړ، چې د افغانستان د دفاع وزارت دا اقدام د دې لپاره کړی چې د اردو په لیکو کې د مخالفینو د نفوذ مخه و نیسي


د افغانستان د دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دې وزارت د ملي اردو له هغو سرتیرو څخه چې کورنۍ یې په پاکستان کې اوسیږي غوښتي چې خپلې کورنۍ افغانستان ته راولي او یا هم له پوځ څخه ووځي.

د دفاع وزارت یو ویاند دولت وزیري ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د ملي اردو له سرتیرو څخه داسې کومه غوښتنه نه ده شوې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستیو کې راپور ورکړ، چې د افغانستان د دفاع وزارت دا اقدام د دې لپاره کړی چې د اردو په لیکو کې د مخالفینو د نفوذ مخه و نیسي


د مطلب کود: 36361

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36361/د-افغانستان-دفاع-وزارت-ملي-اردو-په-اړه-واشنګټن-پوسټ-ورځپاڼې-راپور-رد-کړ

آوا
  https://www.avapress.com